کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بغلان ولایت ځایی چارواکی وایی، چې په دې ولایت کې لس لرغونې سیمی کشف شوې دی.
د دې ولایت د لرغون پوهنې ریاست ویلی، چې د دغه ریاست مسلکی پلاوی په تاله او برفک ولسوالۍ کې ۱۰ لرغونې سیمې، چې په اسلامی او کوشانی دورو پورې تړاو لری کشف کړې دی.
د ځایی مسوولینو په خبره د تازه کشف شویو لرغونو سیمو په تړاو د لا زیاتو مالوماتو د راټولولو هڅې روانې دی.
تر دې وړاندې هم مسوولینو په یو شمېر ولایاتو کې د ځینو لرغونو سیمو د کشف خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ