کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت په مرکزی بغلان، برکې او پلخمری ولسوالیو کې د پرونیو راوتلو سېلابونو له امله له ۵۰ ډېر کسان مړه شوی دی.
د بغلان د پیښو پر وړاندې د مبارزې رییس وایی، ډېر انسانی زیان د مرکزی بغلان په لقیانو او شیخ جلال سیمو کې رامنځته شوی دی.
د سیمې د اوسېدونکو او روغتیاپالانو په وینا، ښایی د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شی.
بل لور د بغلان اطلاعات او کلتور رییس وایی، د ژغورنې ټیمونه د پلخمری، برکې او مرکزی بغلان هغو سیمو ته رسېدلی، چې د سېلاب څپې په کې زوروې وې.
د نوموړی په خبره ګڼ کسان ژغورل شوی هم دی.
د بغلان ولایتی اداره وایی، سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه له ټولو شته امکاناتو ګټه پورته کوی او په عملی ډول د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست یوه اندازه خیمې او روغتیایی کیتونه دغو ولسوالیو ته رسولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ