کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو ويلي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د دې ولایت په دریو ولسوالیو کې د کورونو جوړولو چارې بشپړې او کډوالو کورنیو ته وسپارل شول.
د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلي، دا کورونه د بغلان په مرکزي بغلان، پلخمري او دهنه غوري ولسوالیو کې کډوالو کورنیو ته وسپارل شول.
د نوموړي په وینا، هر کور باندې ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په کې د اوسېدو لپاره دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب شامل دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/