بغلان کې کډوالو کورنیو ته نږدې ۱۴۷ کورونه جوړ شول

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو ویلی، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ په مالی ملاتړ د دې ولایت په دریو ولسوالیو کې د کورونو جوړولو چارې بشپړې او کډوالو کورنیو ته وسپارل شول.

د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلی، دا کورونه د بغلان په مرکزی بغلان، پلخمری او دهنه غوری ولسوالیو کې کډوالو کورنیو ته وسپارل شول.

د نوموړی په وینا، هر کور باندې ۳۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې په کې د اوسېدو لپاره دوه خونې، یو دهلېز او یو تشناب شامل دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.