بغلان کې ۲۴۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان په شپږ ولسوالیو کې د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس ویلی، چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د بغلان په بنو، دهصلاح، پلحصار، دوشی، خنجان او تاله و برفک په ولسوالیو کې د ۲۵۸ شوراګانو په کچه ۳۵۸ پروژې د ۴۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت تر پوښښ لاندې راغلی، چې نړیوال بانک یې مالی ملاتړ کړی، د AKF له لوری تسهیل شوی او د UNOPS له لوری پلی کیږی.
د نوموړی په خبره د دې پروژو له ډلې څخه د ۳۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۳ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بغلان د اقتصاد رییس وایی، د دې پروژو په پلی کېدو سره ۲۳ زره ۷۳۵ کارګرانو په مستقیم ډول کار کړی، چې ۲۱۰ زره کسان یې له ګټې برخمن شوی او ۳۰ زره ۶۰۲ کورنۍ د دې پروژو له ګټو برخمنې کیږی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.