کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵ نېټه):
یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په چین کې د سرپرست حکومت د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د دغو رسنیو د راپور پر بنسټ، ځینو حکومتي سرچینو ورته ویلي، چې په همدې موخه بلال کریمي د چین پلازمېنې پېکنګ ته هم رسېدلی، چې ډېر ژر به خپله دنده رسماً پیل کړي.
تر دې وړاندې د چین ترڅنګ ترکیې، روسیې، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو هم د سرپرست افغان حکومت ډیپلوماتان منلي، خو تر اوسه چا په رسمیت نه دي پېژندلي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/