کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵ نېټه):
یو شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، د سرپرست حکومت مرستیال ویاند بلال کریمی په چین کې د سرپرست حکومت د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د دغو رسنیو د راپور پر بنسټ، ځینو حکومتی سرچینو ورته ویلی، چې په همدې موخه بلال کریمی د چین پلازمېنې پېکنګ ته هم رسېدلی، چې ډېر ژر به خپله دنده رسماً پیل کړی.
تر دې وړاندې د چین ترڅنګ ترکیې، روسیې، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو هم د سرپرست افغان حکومت ډیپلوماتان منلی، خو تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ