کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳۰ مه نېټه):
د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکی وایی، آمو سیند د دې ولسوالۍ ځمکه پر ځان ورګډوی، چې د ځایی اوسېدونکو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
دوی د آمو سیند د غاړو د پخولو غوښتنه کوی.
د شورتېپې ولسوالۍ مسوولین هم دغه ستونزې منی او وایی، چې د حل په موخه یې له لوړ پوړو دولتی چارواکو سره خبرې کړې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د آمو سیند څخه د قوش تېپې کانال د جوړېدو لومړی پړاو بشپړ شوی او پر دوهم پړاو یې کار پیل شوی دی.
خلک او چارواکی وایی، تمه لری چې د دې کانال له بشپړېدو سره به د آمو سیند د تخریب مخه ونیول شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ