معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه د قوش تپې کانال مسیر بدلیږي

بلخ کې د تاریخي ابداتو د ساتنې په موخه د قوش تپې کانال مسیر بدلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د ملي پراختيا شرکت ويلي، په بلخ کې د تاريخي ابداتو د خونديتابه په موخه غواړي چې د قوش تپې کانال مسير بدل کړي.
په بلخ کې د دې کانال د پروژې مسوول فريد عظيم ويلي، د کلدار او دولت آباد ولسواليو ترمنځ یو شمېر تاريخي آبدات د کانال په مسير کې واقع دي چې له امله یې د کانال د مسير د بدلولو پرېکړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې دغه سیمه کې پراتۀ تاريخي ابدات د هېواد د هويت او کلتور برخه ده، چې له همدې امله یې ساتنې او خونديتابه ته لومړيتوب ورکړل شوی.
د ملي پراختيا شرکت چارواکي وايي، د کانال د مسير بدلولو له امله به درې ميليونه افغانۍ اضافي لګښت راشي.
د يادونې وړ ده چې د قوش تپې کانال د لومړي فاز د رغونې چارې په ۱۲۰ نقطو کې روانې دي، چې په يوه وخت په کې ۵۹۰۰ تنه په کار بوخت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس