بلخ کې د تاریخی ابداتو د ساتنې په موخه د قوش تپې کانال مسیر بدلیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د ملی پراختیا شرکت ویلی، په بلخ کې د تاریخی ابداتو د خوندیتابه په موخه غواړی چې د قوش تپې کانال مسیر بدل کړی.
په بلخ کې د دې کانال د پروژې مسوول فرید عظیم ویلی، د کلدار او دولت آباد ولسوالیو ترمنځ یو شمېر تاریخی آبدات د کانال په مسیر کې واقع دی چې له امله یې د کانال د مسیر د بدلولو پرېکړه شوې ده.
نوموړی زیاته کړې چې دغه سیمه کې پراتۀ تاریخی ابدات د هېواد د هویت او کلتور برخه ده، چې له همدې امله یې ساتنې او خوندیتابه ته لومړیتوب ورکړل شوی.
د ملی پراختیا شرکت چارواکی وایی، د کانال د مسیر بدلولو له امله به درې میلیونه افغانۍ اضافی لګښت راشی.
د یادونې وړ ده چې د قوش تپې کانال د لومړی فاز د رغونې چارې په ۱۲۰ نقطو کې روانې دی، چې په یوه وخت په کې ۵۹۰۰ تنه په کار بوخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.