کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، د هغو څلورو وسلوالو غلو له ډلې دوه یې امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي، چې یو کور ته د تالاشۍ په پلمه ورغلي وو.
مسوولینو ویلي، چې یاد غله د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له نوم څخه په استفادې د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلي وو، چې د ځايي امنیتي سرتېرو له لوري تر پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه نور یې وتښتېدل.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دي.
له وژل شویو کسانو دوه میله کلاشنکوفونه هم پاتې شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/