کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلی، د هغو څلورو وسلوالو غلو له ډلې دوه یې امنیتی ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، چې یو کور ته د تالاشۍ په پلمه ورغلی وو.
مسوولینو ویلی، چې یاد غله د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو له نوم څخه په استفادې د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلی وو، چې د ځایی امنیتی سرتېرو له لوری تر پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه نور یې وتښتېدل.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دی.
له وژل شویو کسانو دوه میله کلاشنکوفونه هم پاتې شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ