کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بلخ کې د راکټ مرمیو په چاودنه کې درې کورونه ویجاړ شوی دی.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې تېره ورځ په چهاربولک ولسوالۍ کې په یوه کور کې ساتل شوې د راکټ ۲۲ مرمۍ چاودلی، چې له امله یې درې کورونه ویجاړ شوی.
خبرپاڼه کې راغلی، د راکټ دغه مرمۍ په پټه ساتل شوې وې چې د ګازډبې له چاودېدو سره سم یې چاودنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پېښه کې چاته ځانی زیان نه دی اوښتی، خو کورونه په کې ویجاړ شوی وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ