معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالیږي

بلخ کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونه په بشپړ ډول بیا فعالیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه تولیدي دولتي کارخونه چې له نن څخه ۳۳ کاله وړاندې غیرفعاله شوې او په دې موده کې يې ډېری برخې ویجاړې او د خلکو لخوا یې ماشینونه او پرزې لوټ شوي، اوس یې د فعالولو هڅې پیل شوي.

د بلخ ولایت د نساجۍ کارخونې مسوولینو ویلي، دغه کارخونه د پنبې پروسېس او د ټوکر جوړولو برخه کې ۸۰۰ ماشینونه لري، چې له ډلې یې د درې میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۰ ماشینونه فعاله شوي دي.

د دوی په وینا د دغې کارخونې په فعالیت سره به ۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس