کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلخ ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د دې ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ټوکر جوړولو نساجۍ کارخونې د بیارغونې چارې ۹۵ سنله بشپړې شوې دی.
د مسوولینو په خبره، دغه تولیدی دولتی کارخونه چې له نن څخه ۳۳ کاله وړاندې غیرفعاله شوې او په دې موده کې یې ډېری برخې ویجاړې او د خلکو لخوا یې ماشینونه او پرزې لوټ شوی، اوس یې د فعالولو هڅې پیل شوی.
د بلخ ولایت د نساجۍ کارخونې مسوولینو ویلی، دغه کارخونه د پنبې پروسېس او د ټوکر جوړولو برخه کې ۸۰۰ ماشینونه لری، چې له ډلې یې د درې میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۰ ماشینونه فعاله شوی دی.
د دوی په وینا د دغې کارخونې په فعالیت سره به ۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ