کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچ لبرېشن په نوم وسلوالې ډلې تېره شپه د بلوچستان په بولان دره کې د مچ پر زندان برید کړی دی.
که څه هم د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزی ویلی، چې ځواکونو یې دغه درې همغږی بریدونه شنډ کړی، خو بلوڅو بېلتون غوښتونکو ویلی، چې په خپل دغه برید او دوه ساعته نښته کې یې ۴۵ پاکستانی پوځیان وژلی او ټول بندیان یې آزاد کړی دی.
بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلې زیاته کړې، چې د دغه برید په پایله کې یې د وژل شویو پاکستانی پوځیانو جسدونه هم له ځان سره ساتلی او په پراخه کچه وسلې او مهمات یې هم تر لاسه کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ