کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوڅو بېلتون پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که په ۴۸ ساعتونو کې یې بلوڅ سیاسي بندیان، جبري ورک کسان او د ملي مقاومت فعالان خوشې نه کړل شي، نو یرغمل شوي امنیتي ځواکونه به ووژني او نیول شوی اورګاډی به په اور وسوځوي.
د (BLA) د اعلامیې له مخې، دوی د منظمې پوځي ستراتیژۍ پر مټ د پاکستاني حکومت ځمکني او هوايي ځواکونه له ۸ ساعته نښتې وروسته شاتګ ته اړ کړي دي.
په دې جګړه کې له ۳۰ ډېر پاکستاني پوځیان وژل شوي هم دي.
بلوڅ آزادۍ غوښتونکي غورځنګ د بلوچستان په بولان کې له یوه اورګاډي څخه ۲۱۴ تنه برمته کړي دي.
دا برمته شوي کسان له شاوخوا ۵۰۰ کسانو څخه چاڼ شوي، چې د بلوڅ وسلوالو په وینا ښځې، ماشومان او سپين ږيري مسافرين يې خوشې کړي او ۲۱۴ تنه پوځيان او استخباراتي غړي یې برمته کړي دي.
دوی پاکستاني رياست ته د بنديانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.
د (BLA) اعلامیه زیاتوي، دا د پاکستاني حکومت لپاره وروستۍ خبرداری دی، چې د پوځي عملیاتو د دوام په صورت کې به د یرغمل شویو کسانو ژوند له خطر سره مخ شي.
بل لور د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي، بلوڅ وسلوالو ته به د دې عمل سخته سزا ورکړي.
راپورونه وايي، چې د بلوچستان بېلابېلو سیمو ته اضافي پاکستاني پوځونه او د درنو وسلو مهمات استول شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/