بلوڅ وسلوالو پاکستان ته د ۲۱۴ یرغملو خلاصی لپاره وروستی ضرب الاجل ټاکلی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوڅو بېلتون‌ پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاکستانی حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که په ۴۸ ساعتونو کې یې بلوڅ سیاسی بندیان، جبری ورک کسان او د ملی مقاومت فعالان خوشې نه کړل شی، نو یرغمل شوی امنیتی ځواکونه به ووژنی او نیول شوی اورګاډی به په اور وسوځوی.

د (BLA) د اعلامیې له مخې، دوی د منظمې پوځی ستراتیژۍ پر مټ د پاکستانی حکومت ځمکنی او هوایی ځواکونه له ۸ ساعته نښتې وروسته شاتګ ته اړ کړی دی.

په دې جګړه کې له ۳۰ ډېر پاکستانی پوځیان وژل شوی هم دی.

بلوڅ آزادۍ غوښتونکی غورځنګ د بلوچستان په بولان کې له یوه اورګاډی څخه ۲۱۴ تنه برمته کړی دی.

دا برمته شوی کسان له شاوخوا ۵۰۰ کسانو څخه چاڼ شوی، چې د بلوڅ وسلوالو په وینا ښځې، ماشومان او سپین ږیری مسافرین یې خوشې کړی او ۲۱۴ تنه پوځیان او استخباراتی غړی یې برمته کړی دی.

دوی پاکستانی ریاست ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی دی.

د (BLA) اعلامیه زیاتوی، دا د پاکستانی حکومت لپاره وروستۍ خبرداری دی، چې د پوځی عملیاتو د دوام په صورت کې به د یرغمل شویو کسانو ژوند له خطر سره مخ شی.

بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلی، بلوڅ وسلوالو ته به د دې عمل سخته سزا ورکړی.

راپورونه وایی، چې د بلوچستان بېلابېلو سیمو ته اضافی پاکستانی پوځونه او د درنو وسلو مهمات استول شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.