کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بلوچستان په سبی سیمه کې د جعفر اېکسپرېس اورګاډی پر مسافرو تر وسلوال برید او پوځی عملیاتو وروسته له ۲۰۰ ډېر تابوتونه بولان ته لېږل شوی دی.
د دغې پېښې د مرګ – ژوبلې دقیقې شمېرې تر اوسه روښانه شوی نه دی، خو بی بی سی اردو ته یوې سرچینې ویلی، ۹۰ خالی تابوتونه سټېشن ته راوړل شوی او ۱۳۰ نورو ته هم اړتیا وه.
د بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ د کوټې – پېښور جعفر اېکسپرېس پر اورګاډی چې شاوخوا ۴۰۰ مسافر په کې سپاره وو، برید وکړ او په سلګونو کسان چې ویل کیږی د پوځ او استخباراتی ادارې کارکوونکی وو، له ځانه سره برمته کړل.
حکومت په سبی روغتون کې بېړنی حالت اعلان کړی او امبولانسونه د پېښې ځای ته استول شوی دی، خو د سیمې خراب امنیتی وضعیت او د مخابراتی شبکو نشتون له امله د پېښې له ځایه دقیق معلومات نه دی په ډاګه شوی.
د دې پېښې په تړاو د پاکستان حکومت او بلوچ بیلتون غوښتونکو ترمنځ ضد او نقیض ادعاوې روانې دی، خو خپلواکو سرچینو لا تر اوسه د دواړو خواوو څرګندونې نه دی تایید کړی.
دغه پېښه وړمه ورځ د ګوډالر او پیرو کنری ترمنځ سیمه کې له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې ترسره شو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ