معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / بلوچستان کې د شوې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو

بلوچستان کې د شوې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په بلوچستان آیالت کې امنیتي مسوولینو ويلي، چې د مستونګ سیمې یوه جومات ته نږدې د یوې زورورې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو.
ځايي پولیسو دغو رسنیو ته زیاته کړې، چې چاودنه د مستونګ الفلاح جومات ته نږدې هغه مهال وشوه، چې ځايي خلک د ربیع الاول ۱۲مې میلاد النبي په مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای کېدل.
د بلوچستان د عامې روغتیا یوه ځايي چارواکي رشید محمد سعید ویلي، د دغو وژل شویو کسانو ترڅنګ لسګونه نور ټپیان دي، چې د ډېرو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی ويلي، له پېښې وروسته د ایالت مرکز کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس