کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په بلوچستان آیالت کې امنیتی مسوولینو ویلی، چې د مستونګ سیمې یوه جومات ته نږدې د یوې زورورې چاودنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو.
ځایی پولیسو دغو رسنیو ته زیاته کړې، چې چاودنه د مستونګ الفلاح جومات ته نږدې هغه مهال وشوه، چې ځایی خلک د ربیع الاول ۱۲مې میلاد النبی په مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای کېدل.
د بلوچستان د عامې روغتیا یوه ځایی چارواکی رشید محمد سعید ویلی، د دغو وژل شویو کسانو ترڅنګ لسګونه نور ټپیان دی، چې د ډېرو یې روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی ویلی، له پېښې وروسته د ایالت مرکز کوټې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ