کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پوځ ویلی، د بلوچستان ایالت بلور سیمه کې د پاکستانی پوځ دوه افسران وژل شوی دی او یو بل پوځی زخمی شوی دی.
د دې هېواد پوځ زیاتوی، چې دوی په یاده سیمه کې په عملیاتو بوخت و، چې برید پرې شوی دی.
وړمه ورځ هم د بلوچستان په شیرانی سیمه کې د پاکستانی ځواکونو پر پوسته وسلوال برید شوی و، چې برید کې څلور عسکر وژل شوی وو؛ دا عملیات د دې برید په ځواب کې شوی و.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د پاکستان پر پوځ او عسکرو ورستیو کې د پاکستانی طـ.البانو تحریک بریدونه ډېر کړی دی او دې سیمو کې پاکستانی طالـ.ـبان پراخ حضور لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ