بلوچستان کې د پاکستانی پوځ پر کاروان شوی برید کې ۹۰ پوځیان ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په نوشکی سیمه کې تېره ورځ د پوځیانو پر لېږدوونکو بسونو برید کې ۹۰ تنه پوځیان وژل شوی دی.

د بلوڅ د ازادۍ غوښتونکی غورځنګ د دې برید مسوولیت منلی او ویلی یې دی، چې د دوی یو ځان وژونکی بریدګر دغلته د پوځیانو پر قافلې برید کړی او یو بس یې په بشپړ ډول له منځه وړی.

د دوی په وینا، له برید وروسته بلوڅ آزادی غوښتوونکو وسلوالو نور بسونه نیولی او ټول ۹۰ پاکستانی پوځیان یې یو – یو وژلی دی.

پاکستانی رسنیو ویلی، په اتو بسونو کې سپاره دا پوځیان کورونو ته په رخصتۍ روان وو، چې له دغه برید سره مخ شول.

دې وروستیو کې بلوڅ آزادی غوښتونکو د پاکستان حکومت څخه د خپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه پر پاکستانی پوځیانو بریدونه زیات کړی دی.

دوی څو ورځې وړاندې بولان سیمه کې پر یو رېل ګاډی له چاودنې وروسته برید وکړ، چې په کې ۲۱۴ پوځیان او استخباراتی کسان یې له برمتې وروسته له یو مخې ووژل.

پاکستانی پوځ ویلی، له هغه برید وروسته یې د بلوچستان په ډېری سیمو کې نظامی عملیات پیل کړی، خو ځایی سرچینو ویلی، دغو عملیاتو کې ملکی وګړی په نښه کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.