معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله ۶۱ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله ۶۱ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په تربت کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه کې ۶۱ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

د خبر پر بنسټ په دې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي او په ټولییزه توګه ۵۶ کسان ټپیان دي.

د مسوولینو په وینا ټپيانو کې د پنځو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سړک پر غاړه د پاکستاني ځواکونو پر یوه کاروان شوې ده.

د بلوڅو بېلتون پالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې د دوی یوه غړي ځانمرګی برید کړی دی.

له برید وروسته په نظامي موټر کې اور لګېدلی دی.

تر دې وړاندې د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس