کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان په تربت کې د پاکستانی ځواکونو پر موټر چاودنه کې ۶۱ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
د خبر پر بنسټ په دې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوی او په ټولییزه توګه ۵۶ کسان ټپیان دی.
د مسوولینو په وینا ټپیانو کې د پنځو کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دا چاودنه تېره ورځ ناوخته د بلوچستان د تربت اړوند نیو بهمن سیمه کې د سړک پر غاړه د پاکستانی ځواکونو پر یوه کاروان شوې ده.
د بلوڅو بېلتون پالې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی او زیاته کړې یې ده، چې د دوی یوه غړی ځانمرګی برید کړی دی.
له برید وروسته په نظامی موټر کې اور لګېدلی دی.
تر دې وړاندې د پاکستان جیو نیوز بیا په دغه چاودنه کې د څلورو تنو د وژل کېدو او د ۳۲ نورو د ټپی کېدو خبر ورکړی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ