ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۲۵مه) امریکا پر ملګرو ملتونو او نړیوال سره صلیب غږ کړی چې له افغانستان سره خپلې مرستې پراخې کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په تازه ټوېټ پیغام کې ویلی چې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو له مشر او دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر سره یې په افغانستان کې پر روان وضعیت او بشری مرستو خبرې کړې دی.
بلینکن وایی په دې خبرو کې له افغانستان سره د بشری مرستو پر دوام او د هڅو پر همغږی کولو ټینګار شوی دی. هغه زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د خلکو ساتنې او له دوی سره بشری مرستو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوی.
بلینکن تېره ورځ هم په یوه مرکه کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی و.
گهیځ