بلېنکن وایی، له افغانستانه د وتلو پرېکړه ستونزمنه، خو سمه وه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۵ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن ویلی، چې.د سرپرست حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د ټینګېدو لاره د سرپرست حکومت د چارواکو لخوا په افغانستان کې د ښځو حقونو ته په درناوی پورې تړلې ده.
بلېنکن زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه ډېره ستونزمنه، خو سمه وه.
په ورته مهال افغانستان باندې د سرپرست حکومت دوه کلنې واکمنۍ د پوره کېدو په مناسبت د امریکا د کانګرېس د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایک مک کال یو ځل بیا له افغانستانه د امریکایی پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جوبایډن پر حکومت اچولې ده.
بلېنکن همدا راز ویلی، چې له افغانستان څخه د امریکا د بشپړ وتلو سره – سره، متحدو ایالتونو په تېرو دوو وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې د مخکښ په توګه، لږ تر لږه ۱.۹ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.