ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۱۲مه او د اګسټ میاشتې دوهمه نېټه ده) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلېنکن ویلی، په کابل کې د القاعده مشر ته پناه ورکول د دوحې له تړونه او له نړۍ سره د ا.ا له هغو تکراری ژمنو ښکاره سرغړونه ده.
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې په یوه ځانګړې مرکه کې ویلی و، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا په دوی (ا.ا) پورې اړه لری چې چا ته افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورکوی.
نوموړی هغه مهال ویلی وو، د دوحې تړون کې یوازې دا ژمنه شوې ده چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږی.
د امریکا ولسمشر ادعا کړې چې په کابل کې یې د القاعده ډلې پر مشر ایمن الظواهری عملیات کړی او هغه یې وژلی دی.
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد په کابل کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې برید تایید کړی، خو نوموړی په دې پېښه کې د مرګ ژوبلې او د چا د وژل کېدو په اړه څه نه و ویلی.
ښاغلی مجاهد دا برید غندلی او هغه یې د دوحې د تړون او نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.
گهیځ