کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند “جیش فرسان محمد” اسـ ـتشهادي کنډک په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې بنو کې یې د پاکستاني پوځ او پولیسو پر مرکز برید کې دروند زیان اړولی.
د اعلامیې له مخې، برید د دوی د ۱۶ تنو له لوري شوی وو، چې په کې د بېلابېلو امنیتي ادارو ۴۸ غړو خپل ژوند بایللی دی.
په وژل شویو کسانو کې ۱۸ کومانډویان، ۱۲ د ISI استخباراتي کارمندان، ۷ د MI کارمندان او ۱۶ نور امنیتي سرتېري شامل دي.
د اعلامیې له مخې برید کې ۳۸ نور امنیتي غړي ټپیان شوي هم دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د حافظ ګل بهادر ډلې دا برید د پاکستاني پوځ د ظالمانه عملیاتو غچ بللی او ادعا یې کړې، چې د پاکستان پوځ د وزیرستان، بنو او نورو قبایلي سیمو خلکو ته سخت زیانونه اړولي او دا برید د هغوی د مقاومت او دفاع لپاره شوی دی.
اعلامیه کې دې ډلې د هغو ملکي کورنیو سره هم غمشریکي کړې، چې د موټربم چاودنو له کبله زیانمن شوي دي. دوی ویلي، هڅه کوي یوازې پوځي اهداف په نښه کړي، خو د پاکستان د پوځ نظامي مرکزونه عملاً په ملکي سیمو کې موقعیت لري، چې دا وضعیت ملکي مرګ – ژوبلې ته لار هواروي.
پاکستان بیا دغه برید کې ۱۵ تنو د وژل کېدو او د ۳۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو ادعا یې کړې وه چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/