کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند “جیش فرسان محمد” اسـ ـتشهادی کنډک په یوه تازه اعلامیه کې ویلی، چې بنو کې یې د پاکستانی پوځ او پولیسو پر مرکز برید کې دروند زیان اړولی.
د اعلامیې له مخې، برید د دوی د ۱۶ تنو له لوری شوی وو، چې په کې د بېلابېلو امنیتی ادارو ۴۸ غړو خپل ژوند بایللی دی.
په وژل شویو کسانو کې ۱۸ کومانډویان، ۱۲ د ISI استخباراتی کارمندان، ۷ د MI کارمندان او ۱۶ نور امنیتی سرتېری شامل دی.
د اعلامیې له مخې برید کې ۳۸ نور امنیتی غړی ټپیان شوی هم دی، چې د ځینو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د حافظ ګل بهادر ډلې دا برید د پاکستانی پوځ د ظالمانه عملیاتو غچ بللی او ادعا یې کړې، چې د پاکستان پوځ د وزیرستان، بنو او نورو قبایلی سیمو خلکو ته سخت زیانونه اړولی او دا برید د هغوی د مقاومت او دفاع لپاره شوی دی.
اعلامیه کې دې ډلې د هغو ملکی کورنیو سره هم غمشریکی کړې، چې د موټربم چاودنو له کبله زیانمن شوی دی. دوی ویلی، هڅه کوی یوازې پوځی اهداف په نښه کړی، خو د پاکستان د پوځ نظامی مرکزونه عملاً په ملکی سیمو کې موقعیت لری، چې دا وضعیت ملکی مرګ – ژوبلې ته لار هواروی.
پاکستان بیا دغه برید کې ۱۵ تنو د وژل کېدو او د ۳۰ نورو د ټپی کېدو پخلی کړی، خو ادعا یې کړې وه چې ډېری یې ملکی وګړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ