معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بنو کې پر لاریونوالو شویو ډزو ۵ تنه وژلي او ۲۰ نور ژوبل دي

بنو کې پر لاریونوالو شویو ډزو ۵ تنه وژلي او ۲۰ نور ژوبل دي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او یو شمېر سیاستوالو د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو دغه ډزې غندلي دي.

لومړني راپورونه وايي، چې د یادو ډزو په پایله کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پر خپلې ایکسپاڼې ویلي، چې پر سوله‌ ییزو لاریونوالو د پوځیانو ډزو دوی ته اندېښنې زېږولي دي.

پاکستاني پوځ په داسې مهال دغه ډزې وکړې، چې د خېبر پښتونخوا په بنو سيمه کې زرګونه پښتانه را وتلي وو او د پاکستاني پوځ له لورې د عزم استحکام په نوم د پيل شویو عملیاتو د درېدو غوښتنه یې کوله.

پاکستاني پوځ وروسته تر هغې د عزم استحکام پوځي عملیات پیل کړل چې د دغه هېواد د لومړي وزیر، شهباز شریف په مشرۍ پاکستانۍ کابینې د روان زېږیز کال د جون په ۲۲مه د دغو عملیاتو د پیلولو پرېکړه وکړه.

په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس