کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بشری حقونو کمېسیون او یو شمېر سیاستوالو د خېبر پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو دغه ډزې غندلی دی.
لومړنی راپورونه وایی، چې د یادو ډزو په پایله کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوی او تر ۲۰ ډېر نور ژوبل دی.
د پاکستان د بشری حقونو کمېسیون پر خپلې ایکسپاڼې ویلی، چې پر سوله ییزو لاریونوالو د پوځیانو ډزو دوی ته اندېښنې زېږولی دی.
پاکستانی پوځ په داسې مهال دغه ډزې وکړې، چې د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې زرګونه پښتانه را وتلی وو او د پاکستانی پوځ له لورې د عزم استحکام په نوم د پیل شویو عملیاتو د درېدو غوښتنه یې کوله.
پاکستانی پوځ وروسته تر هغې د عزم استحکام پوځی عملیات پیل کړل چې د دغه هېواد د لومړی وزیر، شهباز شریف په مشرۍ پاکستانۍ کابینې د روان زېږیز کال د جون په ۲۲مه د دغو عملیاتو د پیلولو پرېکړه وکړه.
په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې امنیتی وضعیت ورځ تر بلې خرابیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ