معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بنګلدېش کې نن عمومي ټاکنې کیږي

بنګلدېش کې نن عمومي ټاکنې کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بنګلدېشي رسنیو خبر ورکړی، چې نن په دغه هېواد کې عمومي ټاکنې ترسره کیږي.

د راپورونو پر بنسټ، د دې لپاره چې مخالفو سیاسي ګوندونو دا ټاکنې بایکاټ کړي، د ټاکنو پایلې له ورایه څرګندې دي.

راپور زیاتوي، د حکومت اصلي مخالفو ګوندونو ټاکنې د دې لپاره بایکاټ کړي، چې د هغو ډېری مشران بندیان دي او له بلې خوا تر ټاکنو مخکې د یوه بې پرې لنډمهاله حکومت تر مشرۍ لاندې د ټاکنو غوښتنه کوي.

رسنۍ وایي، داسې ښکاري چې واکمن عوامي لیګ ګوند به د پر لپسې څلورمې دورې لپاره بیا هم په پارلمان کې اکثریت خپل کړي.

د بنګله دېش له قوانینو سره سم، هغه ګوند چې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړي، لومړی وزیر ټاکي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس