کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بنګلدېشی رسنیو خبر ورکړی، چې نن په دغه هېواد کې عمومی ټاکنې ترسره کیږی.
د راپورونو پر بنسټ، د دې لپاره چې مخالفو سیاسی ګوندونو دا ټاکنې بایکاټ کړی، د ټاکنو پایلې له ورایه څرګندې دی.
راپور زیاتوی، د حکومت اصلی مخالفو ګوندونو ټاکنې د دې لپاره بایکاټ کړی، چې د هغو ډېری مشران بندیان دی او له بلې خوا تر ټاکنو مخکې د یوه بې پرې لنډمهاله حکومت تر مشرۍ لاندې د ټاکنو غوښتنه کوی.
رسنۍ وایی، داسې ښکاری چې واکمن عوامی لیګ ګوند به د پر لپسې څلورمې دورې لپاره بیا هم په پارلمان کې اکثریت خپل کړی.
د بنګله دېش له قوانینو سره سم، هغه ګوند چې په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړی، لومړی وزیر ټاکی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ