معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بنګلدېش کې کندې ته د یو بس موټر د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان دي

بنګلدېش کې کندې ته د یو بس موټر د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بنګلدېش په مرکز کې کندې ته د یو بس موټر د لوېدو په پېښه کې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې لږ تر لږه ۱۹ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپيان دي.
پولیس وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې بس موټر په ډېر سرعت له لویې لارې واوښت او کندې ته ولوېد.
روغتیایي مسوولینو د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ښايي د مړو شویو کسانو شمېر زيات شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس