کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بنګلدېش په مرکز کې کندې ته د یو بس موټر د لوېدو په پېښه کې د لومړنیو اطلاعاتو له مخې لږ تر لږه ۱۹ کسانو ژوند بایللی او لسګونه نور ټپیان دی.
پولیس وایی، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې بس موټر په ډېر سرعت له لویې لارې واوښت او کندې ته ولوېد.
روغتیایی مسوولینو د ځینو ټپیانو روغتیایی حالت د اندېښنې وړ ښودلی او زیاته کړې یې ده چې ښایی د مړو شویو کسانو شمېر زیات شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ