معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو پانګوالو افغانستان کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې

بهرنیو پانګوالو افغانستان کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کرنې، کانونو او هوايي ډګرونو په برخو کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې.
د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، تېر یوه کال کې نړیوالو پانګوالو د کرنې، کانونو او هوايي ډګرونو په برخه کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې، چې په ورته وخت کې بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، که د نړیوالو له لوري د افغانستان په بانکي سیسټم لګول شوي بندیزونه لرې او د پانګونې ملاتړ وشي، په ډېرو برخو کې نړیوال پانګوال دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اقتصاد وزارت د مسوولینو په خبره، هېواد کې د امنیت په ټینګېدو سره یې بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې دمالیې ټيټېدو، کاري جواز اخیستو او ځمکو وېش کې اسانتیاوې رامنځته کړي، چې کولی شي په لویه کچه پانګونه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس