کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلی، بهرنیو پانګوالو افغانستان کې د کرنې، کانونو او هوایی ډګرونو په برخو کې ۲ میلیارده ډالره پانګونه کړې.
د دغه وزارت د مسوولینو په خبره، تېر یوه کال کې نړیوالو پانګوالو د کرنې، کانونو او هوایی ډګرونو په برخه کې دوه میلیارده ډالره پانګونه کړې، چې په ورته وخت کې بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلی، که د نړیوالو له لوری د افغانستان په بانکی سیسټم لګول شوی بندیزونه لرې او د پانګونې ملاتړ وشی، په ډېرو برخو کې نړیوال پانګوال دې ته چمتو دی چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.
د اقتصاد وزارت د مسوولینو په خبره، هېواد کې د امنیت په ټینګېدو سره یې بهرنیو او کورنیو پانګوالو ته د پانګونې په برخه کې دمالیې ټیټېدو، کاری جواز اخیستو او ځمکو وېش کې اسانتیاوې رامنځته کړی، چې کولی شی په لویه کچه پانګونه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ