معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت ایران کې وروستۍ چاودنې غندلي

بهرنیو چارو وزارت ایران کې وروستۍ چاودنې غندلي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دوی د ایران په کرمان کې د دوو چاودنو پېښه چې ګڼ لسګونه کسانو ته په کې مرګ – ژوبله اوښتې، په سختو ټکو غندي.

ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په لېږل شوي لیک کې غوښتنه کړې، چې دغه برید دې د ترهګریز برید په توګه ثبت کړي.

ایران دغه لیک کې ویلي چې دوی د یادې پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړي دي.

پرون ناوخته دایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د څلورم تلین په مراسمو کې دوه چاودنې وشوې، چې تر اوسه په کې ۱۰۵ تنو د وژل کېدو او نږدې ۳ سوو نورو د ټپي کېدو خبرونه خپاره شوي دي.

که څه هم ایران په غیر رسمي ډول دغه برید کې اسراییل په لاس لرلو تورن کړی، خو په ښکاره لا تراوسه کومې ډلې د یادو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس