بهرنیو چارو وزارت ایران کې وروستۍ چاودنې غندلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې دوی د ایران په کرمان کې د دوو چاودنو پېښه چې ګڼ لسګونه کسانو ته په کې مرګ – ژوبله اوښتې، په سختو ټکو غندی.

ایران د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په لېږل شوی لیک کې غوښتنه کړې، چې دغه برید دې د ترهګریز برید په توګه ثبت کړی.

ایران دغه لیک کې ویلی چې دوی د یادې پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړی دی.

پرون ناوخته دایران په کرمان ښار کې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخوانی قومندان قاسم سلېمانی د څلورم تلین په مراسمو کې دوه چاودنې وشوې، چې تر اوسه په کې ۱۰۵ تنو د وژل کېدو او نږدې ۳ سوو نورو د ټپی کېدو خبرونه خپاره شوی دی.

که څه هم ایران په غیر رسمی ډول دغه برید کې اسراییل په لاس لرلو تورن کړی، خو په ښکاره لا تراوسه کومې ډلې د یادو چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.