معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت د ناروې حکومت وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی

بهرنیو چارو وزارت د ناروې حکومت وروستۍ پرېکړې ته غبرګون ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ناروې شاهي دولت د هغې پرېکړې له امله ناخوښي څرګنده کړې، چې له مخې يې افغانستان سره د ډيپلوماتيکو اړيکو کچه راټيټه کړې.

یاد وزارت هیله ښودلې چې دا ډول پرېکړې بايد د هېوادونو په کورنیو چارو پورې ونه تړل شي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي، ډيپلوماتيکه ښکېلتيا هغه وخت ګټوره وي چې د لوريو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړي.

بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، قونسلي خدماتو ته لاسرسی د هر وګړي بنسټيز حق دی او دوی ټول لوري جدي هڅوي چې دې اصل ته د نړيوالو همکاريو په روحیه لومړيتوب ورکړي.

د ناروې شاهي دولت دغه اقدام د نجونو پر وړاندې د طبي انسټیټیوټونو د تړلو په غبرګون کې کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس