کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ناروې شاهی دولت د هغې پرېکړې له امله ناخوښی څرګنده کړې، چې له مخې یې افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټه کړې.
یاد وزارت هیله ښودلې چې دا ډول پرېکړې باید د هېوادونو په کورنیو چارو پورې ونه تړل شی.
په یاده اعلامیه کې ویل شوی، ډیپلوماتیکه ښکېلتیا هغه وخت ګټوره وی چې د لوریو ترمنځ متقابل تفاهم او احترام ته وده ورکړی.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، قونسلی خدماتو ته لاسرسی د هر وګړی بنسټیز حق دی او دوی ټول لوری جدی هڅوی چې دې اصل ته د نړیوالو همکاریو په روحیه لومړیتوب ورکړی.
د ناروې شاهی دولت دغه اقدام د نجونو پر وړاندې د طبی انسټیټیوټونو د تړلو په غبرګون کې کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ