کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي خدمتونو ریاست له خپلو مراجعینو غوښتي، چې د وخت د ضایع مخنیوي او خدمتونو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بهر کې د دغه وزارت د سیاسي او کونسلي استازولیو له لوري صادر شوي او تصدیق شوي ټول سندونه د افغان پوسټ دولتي شرکت له لارې دغه وزارت ته واستوي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نوی میکانیزم به د راتلونکې کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه عملي کیږي او له دې وروسته به مراجعین خپل رسمي اسناد د افغان پوسټ له لارې ولېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، مراجعین کولی شي خپل د عدم مسوولیت جرمي سندونه د کابل ښار د مرکزي پوسته خانې او مکروریانو، آریا ښارګوټي، قصبې، خیرخانې او قلعه فتح الله کې د افغان پوسټ د استازولیو له لارې پروسېس کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه اقدام د کونسلي خدمتونو د چټکتیا، اسانتیا او د خدماتو د لا شفافیت لپاره کړی، څو مراجعین له بې ځایه سرګردانۍ او د وخت له ضایع کېدو خوندي شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/