بهرنیو چارو وزارت د کونسلی اسنادو د لېږد لپاره نوی میکانیزم اعلان کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د کونسلی خدمتونو ریاست له خپلو مراجعینو غوښتی، چې د وخت د ضایع مخنیوی او خدمتونو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه بهر کې د دغه وزارت د سیاسی او کونسلی استازولیو له لوری صادر شوی او تصدیق شوی ټول سندونه د افغان پوسټ دولتی شرکت له لارې دغه وزارت ته واستوی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، چې دغه نوی میکانیزم به د راتلونکې کب میاشتې له لومړۍ نېټې څخه عملی کیږی او له دې وروسته به مراجعین خپل رسمی اسناد د افغان پوسټ له لارې ولېږی.

خبرپاڼه زیاتوی، مراجعین کولی شی خپل د عدم مسوولیت جرمی سندونه د کابل ښار د مرکزی پوسته خانې او مکروریانو، آریا ښارګوټی، قصبې، خیرخانې او قلعه فتح الله کې د افغان پوسټ د استازولیو له لارې پروسېس کړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویلی، دغه اقدام د کونسلی خدمتونو د چټکتیا، اسانتیا او د خدماتو د لا شفافیت لپاره کړی، څو مراجعین له بې ځایه سرګردانۍ او د وخت له ضایع کېدو خوندی شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.