معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بهرنیو چارو وزارت د ګڼو اروپایي قونسلګریو خدمات وځنډول

بهرنیو چارو وزارت د ګڼو اروپایي قونسلګریو خدمات وځنډول

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې تازه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یو شمېر قونسلګریو خدمات یې د مرکز سره د نه همغږۍ، غیري قانوني کړنو، د مکررو سرغړونو او د منل شویو اصولو خلاف فعالیتونو له امله ځنډولي دي.

د خبر پر بنسټ، لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا هغه هېوادونه یاد کړي، چې افغان قونسلګرۍ په کې له دې وروسته خپل خدمات نه شي وړاندې کولی.

په ورته مهال بهرنیو چارو وزارت بهرنیو هېوادونو کې له افغان هېوادوالو او بهرنیو وګړو غوښتي، چې له دې وروسته د قونسلي چارو لپاره له پورته استازولیو څخه پرته نورو استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او ویزو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس