بهرنیو چارو وزارت د ګڼو اروپایی قونسلګریو خدمات وځنډول

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې تازه خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د یو شمېر قونسلګریو خدمات یې د مرکز سره د نه همغږۍ، غیری قانونی کړنو، د مکررو سرغړونو او د منل شویو اصولو خلاف فعالیتونو له امله ځنډولی دی.

د خبر پر بنسټ، لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولینډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا هغه هېوادونه یاد کړی، چې افغان قونسلګرۍ په کې له دې وروسته خپل خدمات نه شی وړاندې کولی.

په ورته مهال بهرنیو چارو وزارت بهرنیو هېوادونو کې له افغان هېوادوالو او بهرنیو وګړو غوښتی، چې له دې وروسته د قونسلی چارو لپاره له پورته استازولیو څخه پرته نورو استازولیو ته د قونسلی خدمتونو او ویزو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.