معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د اسراییلي اشغالګرو روان بریدونه وغندل

بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د اسراییلي اشغالګرو روان بریدونه وغندل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د اشغالګر رژيم له لوري شوي بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې سلګونه بې ګناه وګړي ووژل، په کلکو ټکو غندلی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، غزه کې غاصب رژیم لخوا نسل وژنې ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شو، چې اشغالګر اسراییل د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

یاد وزارت په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې باید په بېړني او مسوولانه توګه د دې کړنې پر وړاندې ګام پورته کړي، څو په لبنان، فلسطين او په ځانگړې توګه غزه کې د صهيونيستي رژيم د جنايتونو مخه ونيول شي.

د اسراییلو اشغالګر رژیم له لوري د لبنان سویل کې د پرلپسې بریدونو کې ۵۵۸ تنه ووژل او نږدې ۱۸۵۰ تنه نور یې ټپيان کړل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس