بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د اسراییلی اشغالګرو روان بریدونه وغندل

کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لبنان کې د اشغالګر رژیم له لوری شوی بریدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې سلګونه بې ګناه وګړی ووژل، په کلکو ټکو غندلی.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلی، غزه کې غاصب رژیم لخوا نسل وژنې ته پر وخت د جدی ځواب نه ورکول د دې لامل شو، چې اشغالګر اسراییل د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی.

یاد وزارت په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتی چې باید په بېړنی او مسوولانه توګه د دې کړنې پر وړاندې ګام پورته کړی، څو په لبنان، فلسطین او په ځانگړې توګه غزه کې د صهیونیستی رژیم د جنایتونو مخه ونیول شی.

د اسراییلو اشغالګر رژیم له لوری د لبنان سویل کې د پرلپسې بریدونو کې ۵۵۸ تنه ووژل او نږدې ۱۸۵۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.