معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / بهرنیو چارو وزارت په مشهد کې نوی افغان جنرال قونسل ټاکلی

بهرنیو چارو وزارت په مشهد کې نوی افغان جنرال قونسل ټاکلی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجابر انصار دنده تر پنځه کلن ماموریت وروسته پای ته ورسوله.

 د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عبدالجابر انصار دندې ختمېدل په ډیپلوماټیکو او قونسلي چارو کې د ویانا د کنوانسیونونو مطابق عمل دی.

دغه خبرپاڼه کې انصار په خپلو کارونو کې د شفافیت په نه شتون او د قونسلګرۍ د عوایدو په ټولولو او خلکو ته د قونسلي خدماتو پر وړاندې کولو کې په غیر مسوولانه دخالت تورن شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي، تهران د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لري چې په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلي د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس