بهرنیو چارو وزارت په مشهد کې نوی افغان جنرال قونسل ټاکلی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجابر انصار دنده تر پنځه کلن ماموریت وروسته پای ته ورسوله.

 د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د عبدالجابر انصار دندې ختمېدل په ډیپلوماټیکو او قونسلی چارو کې د ویانا د کنوانسیونونو مطابق عمل دی.

دغه خبرپاڼه کې انصار په خپلو کارونو کې د شفافیت په نه شتون او د قونسلګرۍ د عوایدو په ټولولو او خلکو ته د قونسلی خدماتو پر وړاندې کولو کې په غیر مسوولانه دخالت تورن شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلی، تهران د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو تمه لری چې په مشهد کې د افغان قونسلګرۍ د کارکوونکو هر ډول بدلون او تبدیلی د منل شویو نړیوالو میتودونو پر اساس وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.